ژبه

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ امونهنګانو د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۴

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د امونهنګانو لوبډلې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې چنګاښ میاشتې له لسمې په خوست ولایت کې روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن (د چنګاښ ۲۰مه) له غرمې مخکې د سپین‌غر پړانګانو او د امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دغه لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې.

 یاده لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې له لوري عصمت عالم ۴۲، نورحمن او اعجاز احمدزي ۲۸ – ۲۸ منډې او زبیر‌الله اکبري ۲۲ منډې وکړې.

د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې ګلبدین نایب درې، قیس احمد دوه او یمین احمدزي د امو نهنګانو لوبډلې دوه – دوه  لوبغاړي وسوځول.

د امونهنګانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۸ وېکټو په توپیر یې د سپین‌غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د امو نهنګانو لوبډلې له لوري عمران میر ۸۸ او فیصل شنیوزاده ۵۵ منډې وکړې.

د یادونې ده، په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې به بله لوبه نن ماسپښین دوه بجې د بست ساتونکو او د میس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.