ژبه

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې‌ دي

احمد صهیب حسرت

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۲

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵):  د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قوماندان قاري محمداسمعیل راسخ د همدغه ولایت د والي، د ۲۱۷ عمري قول‌اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان د امنیه قوماندان، د جوزجان مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي د ۲۱۷ عمري قول‌اردو د مرستیال او  د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوي دي.

هغه لیکلي چې دغه‌راز د ستري محکمې دارالافتاء ریاست مخکنی غړی شیخ عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د رئیس او  د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مخکنی معین مولوي عتیق الله عزیزي د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئیس په توګه ګومارل شوي دي.