کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قوماندان قاري محمداسمعیل راسخ د همدغه ولایت د والي، د ۲۱۷ عمري قولاردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان د امنیه قوماندان، د جوزجان مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي د ۲۱۷ عمري قولاردو د مرستیال او د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوي دي.
هغه لیکلي چې دغهراز د ستري محکمې دارالافتاء ریاست مخکنی غړی شیخ عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د رئیس او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مخکنی معین مولوي عتیق الله عزیزي د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئیس په توګه ګومارل شوي دي.