کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ ملکي اټومي تړون به تر هغه عملي نه شي، څو سعودي عربستان د «ابراهیم تړونونو» په چوکاټ کې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ پرون (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «د دغه کار د ترسره کولو لپاره، هغوی باید د ابراهیم تړونونو غړي وي.»
هغه زیاته کړې: «تر هغه چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د ابراهیم تړون په چوکاټ کې د اړیکو له عادي کولو سره موافقه ونه کړي، له سعودي عربستان سره به ملکي اټومي تړون عملي نه شي.»
سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ابراهیم تړونونه د اسرائیلو او یو شمېر عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په موخه د تړونونو ټولګه ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شول. متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هېوادونه وو چې له دغو تړونونو سره یوځای شول او وروسته سوډان او مراکش هم له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو بهیر پیل کړ.
د دغو تړونونو موخه د لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او ټکنالوجیکو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د انرژۍ وزارت تېره اونۍ چهارشنبه ویلي وو چې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان په سعودي عربستان کې د لومړنیو سوداګریزو اټومي برېښناکوټونو جوړولو په اړه یو تړون لاسلیک کړی او دغه تړون به په راتلونکي پړاو کې د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته وړاندې شي.