ژبه

ځدران: کابل کې د وسله‌والو غلو ۱۶ کسیز بانډ نیول شوی

احمد صهیب حسرت

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۵

Views: ۲۸

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو ۱۶ تنه د کورونو د غلا په تړاو نیولي او یاد کسان د غلا پر مهال د یوه کور د دوو غړو پر وژلو او د یوه بل پر ټپي کولو هم تورن دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند اتمې حوزې امنیتي ځواکونو هغه شپاړس کسیزه بانډ نیولی، چې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د هېوادوالو له کورونو څخه غلاوې کولې.

هغه لیکلي: «یادو مظنونینو د اتمې حوزې د بني‌حصار په سیمه کې د یوه کور څخه د غلا پر مهال دوه تنه د یاد کور غړي په شهادت رسولي او یو بل تن یې ټپي کړی و.»

ځدران زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یاد کسان له دوو موټرو او پنځو تومانچو سره نیول شوي دي.

هغه وایي چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.