ژبه

د غزني په ګیلان کې د غازی‌خېل پل نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

واحدالله جمعه زاده

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۳

Views: ۱۱

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د  غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن سیمې اوسېدونکي او د ترنک رود لارې موټرچلوونکي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د غازی‌خېل پله نړېدو زرګونه خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د راتلونکي ژمي له رارسېدو مخکې یې بیاورغوي.

د حسن سیمې اوسېدونکي محمدکشمیر پژواک ته وویل، غازیخېل پل له کلونو راهیسې د سیمې د خلکو د تګ راتګ مهمه لاره وه، خو وروستیو سېلابونو په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

هغه وویل: «د دې پل له لارې د کښته ګیلان شاوخوا ۸۰ کلي چې زرګونه کورنۍ ژوند پکې کوي، تګ راتګ کوي. سربېره پر دې، د غزني د ناوې ولسوالۍ، د پکتیکا د ډیلې او وازېخوا ولسوالیو او د زابل د نوبهار او شملزو ولسوالیو خلک هم تر ډېره له همدې لارې استفاده کوي.»

د نوموړي په خبره، که د ژمي له رارسېدو مخکې پل ونه رغول شي، د یادو سیمو اوسېدونکي به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي محمدحنیف وویل، د پل نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او د سېلابونو پر مهال خلک ساعتونه د رود دواړو غاړو ته انتظار باسي.

هغه زیاته کړه: «کله چې سېلابي اوبه راشي، خلک په ساعتونو انتظار کوي او کله ناکله مسافر اړ کېږي شپه هم همدلته تېره کړي. ناروغان هم پر وخت روغتیايي مرکزونو او بازارونو ته نه شي رسېدلی.»

د ده په خبره، وروستیو سېلابونو د دغه رود پر غاړه یو شمېر پلونه، سړکونه او نورې عامه زیربناوې هم زیانمن کړي دي چې غازیخېل پل یې له مهمو بېلګو دی.

بلخوا، د زابل د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکی او موټرچلوونکی محمدرحیم وایي، دوی هره ورځ له همدې لارې تګ راتګ کوي، خو د پل نړېدو یې ستونزې څو برابره کړې دي.

هغه وویل: «اوس مجبور یو چې د اوبو د کمېدو لپاره ساعتونه انتظار وباسو، او که بله لار ونیسو، هم ډېر وخت ضایع کېږي او هم لګښتونه زیاتېږي.»

یوه بل موټرچلوونکي حبیب‌الرحمن هم وویل، د غازیخېل پل د سیمې د خلکو او باروړونکو موټرو لپاره مهم ارزښت لري او باید ژر تر ژره ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه: «که پل همداسې پاتې شي، د ژمي په موسم کې به د خلکو تګ راتګ لا پسې ستونزمن شي.»

ورته مهال، د ګیلان مرستیال ولسوال مولوي عزیزالله طایب پژواک ته د دې ستونزې د شتون پخلی وکړ او ویې ویل، د غازیخېل پل نړېدو د ترنک رود دواړو غاړو ته پراته زرګونه اوسېدونکي او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل، د ولسوالۍ ادارې د پل ستونزه له اړوندو لوړو چارواکو سره شریکه کړې ده او د سروې لپاره انجنیران هم سیمې ته تللي دي.

د ده په وینا، د سروې له بشپړېدو وروسته به د پل د جوړېدو عملي چارې پیل شي. هغه هیله وښوده چې د راتلونکي ژمي تر رارسېدو مخکې به د دغه پل د بیارغونې کارونه پیل شي.

د یادونې ده، غازیخېل پل د ترنک رود پر هغه مهمه لار پروت دی چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ کښته او پورته ګیلان له لسګونو کلیو او د غزني، پکتیکا او زابل له یو شمېر ولسوالیو سره نښلوي. ترنک رود د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د بهاوالحق بابا له غرونو سرچینه اخلي، د ګیلان ولسوالۍ له منځه تېرېږي او وروسته د زابل له لارې کندهار ته بهېږي.