ژبه

د اسیایي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډله اعلان شوه

هجرت‌الله کاکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۸

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیایي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې راغلي چې دروېش رسولي لوبډلمشر او اسحاق رحیمي، حسن عیسی‌خېل، محمداکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب‌الله ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب‌ګل، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی د یادې لوبډلې نوملړ کې شامل دي.

د سرچینې په خبره، د ۲۰۲۶ کال اسیایي لوبې د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې ترسره کېږي چې د سپټمبر په وروستیو کې پیلېږي او د اکټوبر تر لومړۍ اونۍ دوام کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ابدالیان به په دغو سیالیو کې له جاپان او نیپال سره په یوه ګروپ کې ولوبېږي.