ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ راستنې شوې دي

ارشیف

هجرت‌الله کاکړ

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۰

Views: ۷

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ چې ۱۶۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۴۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۴۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۰۷ کورنۍ چې ۱۱۲۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۶۸ کورنۍ چې ۱۹۱۹ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۷۱۴ زره او ۳۹۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۱۴ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۹۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۸ کورنۍ چې ۱۱۰کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۲ کورنۍ چې ۶۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۱۲۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۸ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۹۰ کورنۍ چې ۳۶۴ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۶۶۶ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو په برخه کې له یوې کورنۍ سره په ټولیزه توګه لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۷ کورنۍ چې ۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۷ کورنیو سره ۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۵۲ کورنۍ چې ۲۹۲ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۲۲۱ زره او ۸۶۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۳۲۲ کورنۍ چې ۱۶۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۴۳۲ کورنۍ چې ۲۲۸۰ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۳۴۰ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۲۱۹ سیمکارتونه وېشل شوي دي.