ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ راستنې شوې دي

ارشیف

هجرالله کاکړ

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۰

Views: ۸

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ چې ۱۵۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۱۶۴کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۸۶ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۸۵ کورنۍ چې ۹۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۲۳ کورنۍ چې ۶۵۵ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۴۹۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۵۱ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۲۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۲۲ کورنۍ چې ۱۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۷ کورنۍ چې ۱۵۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۸۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۲۲ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰۰ کورنۍ چې ۳۹۶ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۱۵۱مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو برخه کې له درېیو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۰ کورنۍ چې ۳۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۰ کورنیو سره ۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۴ کورنۍ چې ۶۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۴۵ زره او ۳۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۳۱۷ کورنۍ چې ۱۵۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۱۶۴ کورنۍ چې ۸۸۰ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۸۶ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۲۰۱ سیمکارتونه وېشل شوي دي.