کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په سوېل کې پر یوه کلي د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د اسرائیل هوايي ځواکونو نن دوشنبه سهار د لبنان په سوېل کې پر «کفر رمان» کلي دوه هوايي بریدونه کړي؛ دغه بریدونه د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ د بیا زیاتېدونکو تاوتریخوالو په لړ کې شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په یوه برید کې یوه ودانۍ په نښه شوې چې له امله یې د دوو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور چې درې ماشومان او یو ژغورونکی پکې شامل دي، ټپیان دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد کلي کې یو بل برید پر یوه موټر شوی چې «د لبنان اسلامي رسالت د سکاوټ ټولنې» اړوند یو ژغورونکی پکې وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې دغه بریدونه د حزبالله د بېپیلوټه الوتکو د دوو بریدونو په غبرګون کې شوي چې په لبنان کې مېشت اسرائیلي ځواکونه یې په نښه کړي وو.
د اسرائیل پوځ ویلي، د دغو بریدونو له ډلې یو یې د حزبالله پر یوه غړي شوی چې هڅه یې کوله کفر رمان ته وسلې ولېږدوي.
خو حزبالله د بېپیلوټه الوتکو د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی او د اسرائیلو د تازه بریدونو په اړه یې هم سمدستي څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي وو او یو تش روغتون هم ویجاړ شوی و.