ژبه

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۳

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان، اوزبېکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې په نوښت، د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړۍوال نندارتون په څنډه کې، په کابل کې د افغانستان او مېلمه هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه غونډه جوړه شوې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال فیض‌احمد خوافي، د دې خونې نور مرستیالان میراجان سلیمان‌خېل او ارین زړګي عظیمي، د مدیره پلاوي غړو، د عامل پلاوي سرپرست او مرستیالانو، په کابل کې د قزاقستان سفیر، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د هند، ترکمنستان، قرغېزستان، قزاقستان او نورو مېلمه هېوادونو ډیپلوماټیکو او سوداګریزو استازو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یده غونډه کې د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین زړګي عظیمي د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غونډه د متقابل باور د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مشارکتونو رامنځته کولو لپاره ارزښتناک فرصتونه بللي دي.

نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشاره، چې ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني تولیدات پکې شامل دي، له بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي چې له شته فرصتونو په ګټې اخیستنې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شېرزاد ابراهیموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ پر ودې اقتصادي اړیکو په یادولو سره، د پخوانیو هوکړه‌لیکونو پر عملي کولو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر وړاندې د تخنیکي او اداري خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په کابل کې د قزاقستان سفیر هم د سوداګریزو نندارتونونو د اهمیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول نندارتونونه د ګډونوالو هېوادونو د ظرفیتونو، محصولاتو او خدمتونو په معرفي کولو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین زړګي عظیمي تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان او مېلمه هېوادونو د سوداګرو، پانګه‌والو او شرکتونو د استازو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې ناستې هم ترسره شوې دي.

خبرپاڼه کاږي، په دغو ناستو کې دواړو لورو د سوداګرۍ د فرصتونو، ګډو پانګونو او اقتصادي مشارکتونو رامنځته کولو په اړه خبرې کړې او خپل نظرونه یې سره شریک کړي دي.