کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره درېیمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې نن د بنګلهدېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
کرکټ بورډ ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې په عمان کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بنګلهدېش ته بایللې او دویمه لوبه یې مساوي کړې ده.
دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر په پنځمه په عمان کې پیل شي.
کاکړ
#افغانستان_۱۹کلنو_کمعمره #کرکټ #بنګلهدېش #یو_ورځنۍ_سیالۍ #AfghanistanU19 #Cricket #BangladeshU19 #YouthCricket