کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د جیبوټي هېواد له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او جیبوټي ترمنځ لوبه به د اذربایجان په کوربهتوب د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۳:۰۰ بجې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې سیرالیون ته ماتې ورکړې،