خدیجه هغه بوډۍ چې خاوند یې د وروستیو جګړو له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، اوس خپل معلول خاوند په وېلچیر کې د تالقان ښار پر سړکونو ګرځوي او یوې مړۍ ډوډۍ موندلو پسې سرګردانه ده.
چارواکو د «د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بیا فعالېدو په مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې له دغه صندوق سره مرسته او د افغانستان د کرنې سکتور کې پانګونه وکړي.
د امریکا په کلفورنيا ایالت کې د يوه کس له خوا په ډزو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
په کابل کې د ايران سفارت وايي، حسن کاظمي قمي د پخوانۍ دندې په ساتلو سره، نن په رسمي ډول په افغانستان کې د ايران نوي سفير په توګه دنده پيل کړه.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې نن مازیګر څلور بجې د مخکيني حکومت یو نظامي د وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د نورستان ځيني اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام، دواب او برګمټال ولسوالیو کې ګڼ کوچنیان او لویان پر سینه او بغل ناروغۍ اخته شوي او که مخنیوی یې ونه شي، نو د ډېرو خلکو د مړینې خطر شته.
په کندوز کې سړې هوا د ځينو کارګرو ماشومانو – چې له سهاره تر ماښامه له سړکونو خځلې او توکي راټولوي- روزګار سخت کړی دی؛ خو حکومتي مسوولین د دغو ماشامانو د ستونزو پر هواري ټینګار کوي.
د زابل په مرکز کلات کې د پاور لفټینګ/ وزن پورته کولو سیالۍ وشوې چې د دغه ولایت د دوو کلبونو ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
چاقو جوړونه چې په تخار کې یو له مخکنیو ژوندي پاتې صنعتونو دی، صنعتګر یې خپلو تولیداتو ته د خلکو د لېوالتیا له کمېدو اندېښمن دي.
د پنجشېر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین، د سړې هوا له امله د ۵۳۰ پسونو او وزو او ۱۲۵ غواګانو د تلف کېدو خبر ورکوي.
د غزني شاخوا ۳۵ انځورګرو نجونو خپل له ۴۰ ډېر هنري اثار نندارې ته وړاندې کړل چې پکې د زدهکړې، سولې او د هېواد د راتلونکي په اړه پیغامونه رانغاړل شوي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۴۰ فارمونو جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP