Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هرات د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او د غور د تولک ولسوالۍ د سربو کان د یوه بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه اعلان کړل.
د میدانوردګو مرکز اړوند «ده افغانان» سیمه کې نن د ۳۰ میلیون ۲۷۹ زره ۲۱۴ افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک د بیارغونې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.
په دوحه کې د کابل او واشنګټن خبرې، د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د سل میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو لاسلیک او افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په اړه د نړۍوال بانک راپور د تېرې اونۍ له مهمو خبرونو دي.
د «مارکو» په نوم یو الماني ګرځندوی د بایسکل په وسیله د زرګونه کیلومتره واټن په وهلو سره تېر مازدیګر پنجشېر ته ورسېد.
د خبريالانو د ملاتړ نړۍوال سازمان (CPJ) د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په ننګرهار ولايت کې دې د همېشه بهار په نوم راډيو ټلوېزيون ته د نشراتو د بېرته پيل اجازه ورکړي.
د خوړو او درملو ملي اداره وایي، افغانستان کې دا مهال ۵۸ کارخونې ۵۵۰ قلمه درمل تولیدوي خو بیا هم تېر کال هېواد ته د نږدې ۷۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ترینکوټ په طوري سیمه کې یې د هغه ځوان جسد موندلی چې اووه میاشتې مخکې نادرکه شوی و.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کب روزنې دوه فارمونه چې له څو کلونو راهيسې تخریب شوي وو، بېرته فعاله شول.
د پکتيکا مسوولين وایي، د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو سازمان له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه او ۲۸ نلکۍ جوړې شوې.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP