Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان مسوولین او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه چې د سرپل د سلطان ابراهیم او د ارزګان د آغا جان بندونو د جوړولو چارې دې پيل شي او وايي، افغان ترانسپورټي ټانکرونه کولی شي، هېواد ته د نفتي توکو ترانزیټ ترسره کړي.
د میدان وردګو مسوولین د دې ترڅنګ چې وايي، د وړمې شپې سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۳۲ تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان دي، زياتوي چې سیلاب ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو کمپونه جوړ شوي دي.
ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر موټر برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا له سرپرست حکومت غوښتي چې د محرم مراسمو د نمانځلو په اړه د ځينو محدوديتونو لګولو په اړه بیاځلي غور وکړي.
که څه هم ډاکتران د بدن اوبو کموالي د مخنیوي لپاره، د ډېرو اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو وايي، په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو کارول د جانبي عوارضو لامل کیږي او باید له اوبو یې استفاده ونه شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۱ زره متریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
د سړک جوړولو د دوو افغاني شرکتونو له خوا په اساسي بڼه د شمالي او جنوبي سالنګ د ۸۰ کیلومتره ویجاړ شوي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
افغانستان د کرکټ درېیمه نړۍواله یوه ورځنۍ لوبه بنګلهدېش ته وبایلله او په دې سره افغان ملي لوبډلې د روانو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امو سیند د اوبو کچې لوړېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، د درواز پنځهګونو ولسوالیو حلقوي سړک په لسو ځایونو کې په قسمي ډول تړل شوی او ځینې ځنګلونه هم له منځه تللي دي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز قلعهنو کې د موټر چپه کېدو له امله يو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP