Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یکشنبه) ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د بغلان چارواکي وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بلخ د ګمرک ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې یې ۱۴۸ کیلوګرامه چرس چې ازبکستان ته قاچاق کېدل، کشف او ضبط کړي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، دغه ولايت کې د همېشه بهار په نوم راډيو ټلويزيون ته چې د رسنيزې سرغړونې له امله يې نشرات تړل شوي وو، د خپرونو د بيا پيلېدو اجازه ورکړل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغه وزارت او د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به يې دغه شرکت په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې پانګونه کوي.
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو تن د قتل په تور نیول شوی دی.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې لخوا د دغه ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې له ۷ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په بادغیس، فراه او لغمان ولایتونو کې له ۸۴۶۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او پکتيا کې له ۵۰۰ بزګرانو سره د بڼوالۍ او بزګرۍ وسایلو مرسته وشوه.
د کاپيسا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې څلور تنه د قتل او پنځه تنه د نشهيي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د افغاني غالیو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
بغلان کې سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ ګارګرو ماشومانو ته د نارسمي زدهکړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کانونو وضعیت ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کانونو د څار په موخه لس کسیزه کمېټه جوړه کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP