کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یکشنبه) ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن شنبه پر اېکسپاڼه پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
یاد بانک زیاته کړې: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټوونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.»
مرکزي بانک په داسې حال کې دا پیسې د لیلام په ډول پلوري چې په وروستیو ورځو کې د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې ټیټ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP