ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

author avatar
12 Aug 2023 - 16:53
هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي
author avatar
12 Aug 2023 - 16:53

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څه باندې څلور کاله مخکې یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې څلور غړي له لاسه ورکړي او شپږ نور ټپیان شوي وو، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې اسلامي امارت او رسنۍ یې دې غږ تر نړۍوالې محکمې ورسوي.

دغه کورنۍ چې د مارجې ولسوالۍ په اڅکزو بلاک کې اوسېږي وايي، څلور کاله نهه میاشتې مخکې بهرنیو ځواکونو د دوی کور په نښه کړی و.

د دغې کورنۍ سرپرست ۶۵ کلن باري‌داد پژواک خبري اژانس ته وویل، څلور کاله او نهه میاشتې مخکې په هلمند کې مېشتو بهرینو ځواکونو يې پر کور د هاوان برید وکړ چې له امله يې د ده یوه ۱۲ کلنه لور او درې زامن چې یو پنځه کلن، بل ۱۳ او بل ۲۲ کلن وو، ووژل شول.

هغه وايي، په دې برید کې د ده یو ماشوم زوی، یو ورور او درې لوڼې ټپيان شوي وو.

هغه له اسلامي امارت او رسنیو غواړي چې د ده غږ تړ نړۍوالې محکمې ورسوي او د کورنۍ د غړو قاتلینو ته یې دې سزا ورکړل شي.

نوموړي په داسې حال کې چې په یوه لاس يې خپلې اوښکې پاکولې او په بل لاس يې د کور کنډوالو ته اشاره وکړه وویل: «دلته مې کور و چې اوس پر کرنیزه ځمکه بدل شوی، ها خوا مې د ځان لپاره یوه بله سرپنا جوړه کړه، اقتصادي وضع مې سخته خرابه ده.»

هغه وايي، له ده سره بهرنیو ځواکونو ډېر ظلم کړی او دا حالت يې سخت ځوروي.

هغه وویل: «جګړه دې ورکه شي، موږ يې د غمونو په سیند کې لاهو کړو، هغه شهید شوي زامن مې هر وخت رایادېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «د جنايي جرمونو پر نړۍوالې محکمې غږ کوم چې ټول هغه بهرني پوځيان دې محاکمه کړي چې بې‌ګناه افغانان يې وژلي او د اسلامي امارته غوښتنه کوم چې زموږ سره مرستې وکړي.»

د هلمند ولایت مسوولین وايي، د تېرو جګړو له قربانیانو سره د مرستې په موخه کمېسیون جوړ شوی او ټولو ته به رسېدنه وشي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل، د ولایت له لوري په تېره جګړه کې له زیانمن شوو کورنیو سره د مرستې لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ شوی د مرستو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د مارجې ولسوالۍ د اڅګزو بلاک سیمې یوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي پهلوان هم له حکومته وغوښتل چې د تېرو جګړو له قربانیانو سره مرستې وکړي او له نړۍوالو محکمو وغواړي چې په افغانستان کې د شوو جنایتونو مجرمینو ته سزا ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د باري‌داد پر کور له نن څخه ۴ کاله او ۹ میاشتې مخکې د بهرنیو ځواکونو له خوا د هاوانونو برید وشو چې پکې د هغه درې زامن او یوه لور شهیدان، د ورور په ګډون يې شپږ کسان ټپيان شول.»

نوموړي زیاته کړه په دغه برید کې د کلي جومات او نورو خلکو کورونه هم زیانمن شوي وو.

هغه وايي، اسلامي امارت او نړۍواله ټولنه دې د تېرو جګړو د قربانیانو لاس نیوی وکړي او مجرمینو ته دې سزا ورکړي.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی او دیني عالم مولوي ګل محمد هم له حکومته غوښتنه وکړه چې په تېرو جګړو کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شوو جرمونو پوښتنه دې وکړي او مجرمین دې د عدالت میز ته را کش کړي.

هغه زیاته کړه: «خارجیانو چې په افغانستان کې کوم کسان په شهادت رسولي د اسلامي شریعت له پلوه باید هغوی دغه کورنیو ته دیت هم ورکړي او هم محاکمه شي او د دې ترڅنګ نورو ملي سوداګر او خپل اسلامي امارت باید له یادو کورنیو سره مرستې وکړي.«

د یادونې ده، په تېره شل کلنه جګړه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته ډېر دارنه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Views: 157

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.