ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ؛ بنګله‌دېش په درېیمه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ؛ بنګله‌دېش په درېیمه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

author avatar
11 Jul 2023 - 18:36
د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ؛ بنګله‌دېش په درېیمه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه
author avatar
11 Jul 2023 - 18:36

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ درېیمه نړۍواله یوه ورځنۍ لوبه بنګله‌دېش ته وبایلله او په دې سره افغان ملي لوبډلې د روانو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.

دا لوبه چې نن (د چنګاښ ۲۰مه) ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه او پرله‌پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او د ۴۵،۲ اورونو په لوبولو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ۱۲۶ منډې وکړې او بنګله‌دېش ته یې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې عظمت‌الله عمرزي ۵۶ او حشمت‌الله شهیدي بیا ۲۲ منډې وکړې.

دغه راز بنګله‌دېش یاد هدف په ۲۴تم اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

همدارنګه په توپ‌اچونه کې فضل‌الحق فاروقي دوه او محمدنبي د بنګله‌دېش یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، افغانستان به له یو ورځنیو لوبو وروسته له بنګله‌دېش سره د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه دوه شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

Views: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.