Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي، د کابل- جلالاباد په لويه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې ترافیکي پېښه شوې چې پنځه تنه په کې ټپیان شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د بېلا بېلو طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ تنه مړه، ۲۲۵ تنه ژوبل او ۲۱۶۲ کورونه په نیمګړي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عثمان غني له لوبو لاس په سر شوی او د کرکټ بورډ له اوسنۍ ادارې سره يې پرېکون اعلان کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، قرآنکریم ته د سپکاوي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د واګنر ګروپ ځواکونو له خوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه ملېشه په خیانت محکومه کړې ده.
د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۷ متره او په ځینو سیمو کې تر ۱۲ مترو ټیټه شوې چې د یوې نوې کړنلارې له مخې، له دې وروسته د ژورو څاګانو کیندلو اجازه نه ورکوي.
په کابل ښار کې نن د اووه ورځو مخکې په پرتله د قزاقي اوړو، هندۍ بورې، سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوېدلې، خو د ډیزل تېلو بیه لوړه شوې ده.
د پوهنې وزارت د هوا ګرمېدو او د لوی اختر را رسېدو له امله په ټول هېواد کې د سړو سیمو ښوونځي د غبرګولي له ۳۰مې د چنګاښ تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت کړل.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د حج بهیر د څارنې او ارزونې او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره حرمینو شریفینو ته ولاړ.
د پروان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو یو کس وژلی او په سیدخېلو ولسوالۍ کې یوه کس درې نور ټپیان کړي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک د قير کولو چارې پيل شوې.
د هېواد د خوړو او درملو ملي ادارې رییس د افغانستان د درملو داخلي تولیداتو د لومړني تاریخي نندارتون په پرانستغونډه کې وویل، په هېواد کې د درملو د ډېر لګښت اساسي لامل د هغو ټيټ کیفیت او په قاچاقي ډول واردات دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP