Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په زابل کې له ۱۷۶۵ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، پکتيا کې له ٣٧٠ بېوزلو کورنيو سره د شيدې ورکوونکو مېږو او میدان وردګو کې له حیواني کلینیکونو، شيدو راټولولو او د لبنیاتو پروسس له مرکزونو سره نغدي مرسته شوه.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځینو شخصي روغتونونو د ډاکترانو له خوا د شفري نسخهلیکنې ډېرېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، پر ناروغلرونکو خپل درمل په څو برابره لوړه بیه پلوري.
د هلمند ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت د باغران ولسوالۍ په مرکزي حوزو کې د اومانو ۷ کارخانې کشف او سوځول شوي دي.
زابل کې له ۱۷۶۵ کورنيو سره د خوراکي توکو، پکتيا او لوګر کې له ۲۰۰ زلزلهځپلو او سېلابځپلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.
د میدان وردګو امنیه قومندانۍ وایي، په دغه ولایت کې د دوو موټرو د ټکر کېدو له امله یو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
کابل کې د ديني زده کړو له يوې مدرسې ۱۹ نجونې تر اته کلن مزل وروسته د حديثو له لويې دورې فارغې او د فضليت پړوني ور په سر کړای شول.
ماليه وزارت وايي، په تورخم ګمرک کې د لس ټنه ميده شوي ليتيم ډبرې، له ډبرو څخه جوړو شويو مجسمو او له ډبرو څخه د جوړو شويو تسبيحو د قاچاق کېدو مخنیوی وشو.
سرپل کې یو شمېر پښګران وایي چې د خامو توکو او د ډبرو سکرو بیو لوړوالي له امله نه شي کولای له بهرنیو توکو سره رقابت وکړي، له حکومت او خلکو غواړي څو د دوی د تولیداتو ملاتړ وکړي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ د «اوشي» سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې يې روغتيايي مرکز نشته چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.
د بامیان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر یو ولسوالۍ کې د نشهیې توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه تخریب شوه او په تړاو یې ۴ کسان نیول شوي دي.
د بدخشان د اطلاعات او کلتور ریاست د بدخشان د خپرندویو ټولنو په همکارۍ د یاد ولایت په مرکز فیضاباد او څلورو ولسوالیو کې د «خلق انگیزۀ جامعه به کتابخوانی» تر نامه لاندې د کتاب دوه ورځنۍ نندارتون جوړ کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP