د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر دې سربېره چې له نړیوالو غوښتي چې پر افغانستان بنديزونه لرې کړي وايي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او هغوی په خپل وطن کې د ژوند، سوداګرۍ او کاروبار حق لري.
سختې او خامه لارې، د مخابراتي شبکو نه فعالیت او ډېر کم روغتیایي امکانات هغه ستونزې دي چې د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي ترې شکایت کوي او له حکومته غواړي چې یادې ستونزې یې ور حل کړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د ایران له خوا افغان سوداګرو ته د اوږمهاله ویزو پر ورکړې، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د تخصصي نندارتونونو پر جوړولو او د پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP