کندهار (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د ایران له خوا افغان سوداګرو ته د اوږمهاله ویزو پر ورکړې، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د تخصصي نندارتونونو پر جوړولو او د پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.
محمدصدیق مومند دغه څرګندونې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس وهاب کوهستاني سره په کندهار کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
هغه وویل، د سوداګرو اړیکې دوامداره وي، د یو بل همکارۍ ته اړتیا لري او باید د ګډو ګټو په موخه یې همکاري دوام ولري.
نوموړی زیاتوي، د ایران حکومت باید افغان سوداګرو ته انلاین اوږدمهاله وېزې ورکړي، څو سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.
هغه دغهراز د تخصصي نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او له ایراني سوداګرو څخه یې د پانګونې ډېرولو غوښتنه وکړه.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وهاب کوهستاني هم وویل، هڅه کوي چې د کندهار له سوداګرۍ خونې او سوداګرو سره اړیکې پراخې کړي.
د هغه په خبره، د دوی ترمنځ ښې اړیکې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لامل کېږي چې دا د دواړو هېوادونو د سوداګرو غوښتنه ده.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غړو هم وویل، اړینه ده چې د دواړو لورو ترمنځ یو ګډ کمېسیون وي او واضحه پالیسي ولري چې دا به د ستونزو په له منځه وړلو کې ښه پایله ورکړي.
د کندهار سوداګرو همداراز غوښتنه وکړه چې باید یو ګډ بانک هم موجود وي څو له لارې یې د پيسو لېږد رالېږد په اسانۍ سره ترسره شي.