ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: حکومت که د چا خوښ وي که نه، خو په وطن کې ژوند او سوداګري د هر چا حق دی

متقي: حکومت که د چا خوښ وي که نه، خو په وطن کې ژوند او سوداګري د هر چا حق دی

author avatar
30 May 2023 - 19:56
متقي: حکومت که د چا خوښ وي که نه، خو په وطن کې ژوند او سوداګري د هر چا حق دی
author avatar
30 May 2023 - 19:56

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر دې سربېره چې له نړیوالو غوښتي چې پر افغانستان بنديزونه لرې کړي وايي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او هغوی په خپل وطن کې د ژوند، سوداګرۍ او کاروبار حق لري.

ياد شوي وزارت پر خپله ټويټرپانه د یو لړ ټويټونو او ویډيوګاڼو په خپرولو سره ويلي چې نن (سه شنبه) په بهرنیو چارو وزارت کې  د هغو (۱۸) هېوادوالو چې د روان کال د فبروري په ۱۷مه نېټه یې د بلغاریا پلازمېنه صوفیا کې اروپا ته پر لار په یوه کانټینر کې د تنفسي کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی وو، د کورنیو د غړو لپاره د تعزیت، تسلیت او فاتحې د مراسمو د اداء په موخه د یاد وزارت د رهبرۍ له لوري غونډه ترسره شوه.

سرچينه کاږي، په دغه تعزیتي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر د قربانيانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه او له الله عزوجل څخه یې هغوی ته د صبر، زغم، حوصلې او نعم البدل دعاء وکړه، دغه راز یې ډاډ ورکړ چې حکومت به یې ملاتړی او همکار وي.

سرچينه زياتوي، متقي د قربانيانو د کورنیو له غړو سره د اجسادو د رانقلولو د پروسې په مهال موجودې هغه ستونزې شریکې کړې چې د نړیوالو بندیزونو له کبله رامنځته شوې وې او دغه بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی وو.

ده ويلي: «موږ د جسدونو نقل لپاره ځانګړې الوتکه چمتو کړه، اجازه ورنه کړل شوه، دوه ځله هغه روپۍ چې د جسدونو د راوړلو مصارف کېدل، مستردې شوې. دغه بشري موضوع کې د افغانانو په وړاندې د نړیوالو غیر عادلانه تګلارې دا پروسه تر درېیو میاشتو پورې وځنډوله.»

د بهرنیو چارو وزیر په دغه مراسمو کې د وینا په یوه برخه کې په نړیوالو غږ وکړ چې بندیزونه لیرې کړي تر څو افغانان وکولای شي چې په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ولري.

متقي دغه راز زياته کړې: «افغانستان د ټولو افغانانو دی که حکومت د چا خوښ وي که نه وي، خو په دې وطن کې د ژوند حق لري، د سوداګرۍ حق لري او د کارو بار حق لري او تر ټولو د لوړ عزت حق لري.»

Views: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.