متقي: حکومت که د چا خوښ وي که نه، خو په وطن کې ژوند او سوداګري د هر چا حق دی
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر دې سربېره چې له نړیوالو غوښتي چې پر افغانستان بنديزونه لرې کړي وايي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او هغوی په خپل وطن کې د ژوند، سوداګرۍ او کاروبار حق لري.


