ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې یو شمېر خلک: له کلونو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې یو

بدخشان کې یو شمېر خلک: له کلونو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې یو

author avatar
28 May 2023 - 19:34
بدخشان کې یو شمېر خلک: له کلونو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې یو
author avatar
28 May 2023 - 19:34

فیض‌اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): سختې او خامه لارې، د مخابراتي شبکو نه فعالیت او ډېر کم روغتیایي امکانات هغه ستونزې دي چې د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي ترې شکایت کوي او له حکومته غواړي چې یادې ستونزې یې ور حل کړي.

د پژواک خبري اژانس خبریال د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د یادې ولسوالۍ له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړې، دوی وايي، له کلونو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‎برخې دي او ستونزو ته یې پاملرنه نه ده شوې.

۳۰ کلن نجیب‌الله چې له لسو کلونو راهیسې د شهر بزرګ ولسوالۍ – فیض‌اباد پر لاره موټر چلوي وايي چې هر کال د دغه لارې خرابوالي له امله ګڼې ترافیکې پېښې رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه، ځینې مهال بیړني ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال د لارې خرابوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه د معیاري سړکونو ترڅنګ د مخابراتي شبکو له نه فعالیت هم شکایت وکړ او زیاته یې کړه، په دغه ولسوالۍ کې یوازې یوه شبکه فعاله ده او د ګوتو په شمېر ساحې یې تر پوښښ لاندې راوستې چې د دوی مخابراتي اړتیاوې نشي پوره کولای.

هغه له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او زیاتوي چې د تېر نظام چارواکو په څېر باید دغه ولسوالي له پامه ونه غورځوي.

د شهرک بزرګ ولسوالۍ د ډاونګ حوزې کلي یوه قومي مشر حاجی عبدالغفور د پژواک خبریال ته وویل، څو کاله کیږي د سړک خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان پر وخت ولایتي روغتون ته نشي لېږدولای.

هغه زیاته کړه، پر دې لاره د تګ پر مهال له ترافیکي پېښو سره هم مخ کېږي چې د دې ستونزې تر څنګ له مخابراتي خدماتو هم بې‌برخې دي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې د ستونزو هواري ته یې پاملرنه وکړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي اسلام‌الدین چې موټر چلوي وايي، پر دغه لار د تګ پر مهال یې څو ځله ترافیکې پېښې کړې چې مسافر یې کلک ټپیان شوي دي، د سړک خرابولي له امله څو موټر کندې ته لوېدلي او مسافر یې مړه شوي دي.

په ورته مهال، د شهرک بزرګ ولسوال مولوي فضل‌الله حنیف تر مرکزه د دغه ولسوالۍ د لارې خرابوالي او مخابراتي شبکو نه فعالیت تاییدوي.

هغه وايي چې د کال په اوږدو کې یې د سیمې خلکو څو ځله دغه لاره ترمیم کړې خو د باران او واروې په ورېدو سره بېرته ویجاړه شوې چې اوس معیاري جوړولو او بودجې ته اړتیا لري.

د شهر بزرگ ولسوال وویل: «د خلکو د ستونز هواري هڅې روانې دي څو د دغه ولسوالۍ اسېدونکي په ارام فکر خپل کارونه پرمخ یوسي او د مخابراتي شبکو په برخه کې هم ځینې اقدامات شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولسوالۍ په ځانګړې توګه د داونګ حوزې د ۲۱ کلیو خلک له مخابراتي خدماتو برخمن شي.

دغه‌راز، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي هم معیاري لارو او مخابراتي خدماتو ته د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکو نه لاسرسی تاییدوي او وايي چې د بدخشان سیمه‌ییز حکومت له هرې ممکنه لارې د خلکو ستونزې هواري لپاره هڅې کوي.

هغه زیاتوي: «حلقوي سړک چې درې د راغ ولسوالۍ او پنځه د درواز ولسوالۍ د شهرک بزرګ ولسوالۍ له لارې له مرکز سره نښلوي، نږدې ۷ کاله وړاندې د کلیو پراختیار وزارت د کلیو د لارو جوړولو پروژې له لارې په غیرمعیاري ډول جوړه شوې او په دې سمیه کې موږ د پرله‌پسې ترافیکي پېښو شاهدان یو چې د بیارغونې لپاره یې هیله‌مندي شته.»

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.