ژبه

پروان کې یو کس په ډزو وژل شوی

چاریکار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د پروان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې یو کس د خپل تره زوی له خوا وژل شوی او هم يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید وايي، د بګرام ولسوالۍ په نوده سیمه کې نن (پنج‌شنبه) سهار ۸:۴۵ دقیقې، د کمال‌الدین په نوم یو کس د خپل تره زوی حضرت‌ګل له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، د وژل شوي کس مړی د مسوولینو له لوري د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د هغه په وینا، قاتل له خپلې کورنۍ سره له سیمې څخه تښتېدلی، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

د زید د معلوماتو له مخې، د پېښې اصلي لامل تر دې مهاله شخصي دښمنې ښودل شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت د دویمې پلې لوا اړوند امنیتي کسانو یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د يادې لواء ویاند صفت‌الله یاسر وايي، دغه توکي تېره ورځ د پروان د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي چې ۴ ضد پرسونل ماینونه، ١٩ د هاوان مرمۍ سرګلولې، سلګونه د لاسي بم پټاکۍ، دوه حلقې باروت او درې فرميکاټ پکې شامل دي.

ورته موضوع