Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د «اسان خدمت» دوه څانګې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه د کابل ښار په باغ بالا او زړو مکروریانو سیمو کې پرانیستل شوې.
د خوست له صبريو يعقوبيو ولسوالۍ سره د ۱۵۹ ميليون افغانيو په لګښت د وارداتي برېښنا نښلولو چارې پيل شوې.
د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره نن د لوګر په مرکز پلعلم کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون ترسره شوه.
کابینې د تېرو شلو کلونو په موده کې د هغو شوو قراردادونو د څېړلو پرېکړه کړې چې سرغړونې پکې شوې دي.
د پکتيکا مسوولین وايي، د دغه ولايت په يوسفخېلوولسوالۍ کې د يوه ماشوم جسد پیدا شوی دی.
د میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بابا غره په لمنو کې د قومونو یووالي ستره فرهنګي مېله ترسره شوه چې په کې د دغه ولایت پر چارواکو سربېره، د ورزش ګڼو مینهوالو هم ګډون درلود.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان يونيسف وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د پولیو بله پېښه ثبت شوې ده چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې دویمه پېښه ده.
د پکتيکا مسوولین وايي، په دغه ولايت کې لږ تر لږه پنځوس زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د میدان وردګو امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شنیز درې کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د افغانستان او ایران د عامې روغتيا وزيرانو د روغتيا په برخه کې پر ځينو مسایلو خبرې کړي او دواړو لورو په دې اړه پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شفتالو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي، اسلامي امارت د رسنیو لپاره کومه نوې تګلاره او پاليسي نه ده راوړي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP