Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار چارواکي وايي، وروستيو ورښتونو د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې په شاوخوا ۸زره جريبه ځمکه باندې ولاړ فصلونه تخريب کړي دي.
د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله يو کس مړ شوی دی.
“واشنګټن پوست” د پنټاګون د یوه پټ سند پر بنسټ ويلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې څرګنده کړې چې دغه هېواد نور نه شي کولی د امریکا او چین ترمنځ د انډول ساتلو هڅو ته دوام وکړي.
په پکتيکا او ارزوګان کې له ۲۴۶۳۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په بره کی برک ولسوالۍ کې په تراکتور موټر چاودنه شوې چې له امله يې چلوونکی وژل شوی دی.
د میدان وردګو امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د غیرمسوول وسلهوال عليپور يوه اندازه وسلې ترلاسه کړې او د نشهيي توکو د پلور په تور یې یو کس نیولی دی.
د غزني امنیتي سرچینې وايي، نن د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوه شپږ کلن هلک مړی موندل شوی دی.
د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسلګري وايي، د سند ایالت له زندانونو څخه د دوی په هڅو د ۲۴ ماشومانو په ګډون، ۵۶ افغانان خوشي او افغانستان ته ولېږدول شول.
په غزني کې د دغه ولایت د مرکز اړونده د البیروني ښارګوټي سیمه کې ناپېژاندو کسانو د هلکانو د مهاجرینو په نامه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او یوه برخه يې سوځېدلې ده.
د لوګر د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغه ولایت په څرخ، خوښۍ او برهکي برک ولسوالیو کې پر شاوخوا ۶ زره بېوزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په فراه ولایت کې له ۲۳۳۴ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
په غزني کې له ۷۱۴۴ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او میدان وردګو کې له ۸۰ داخلي بېځایه شوو اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP