Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني د اندړو ولسوالۍ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې یې د لسګونو هغو کسانو درملنه کړې ده چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي وو.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په یو لړ مراسمو کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او فعالې شوې.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند “آغوش” حمایوي مرکز څخه ۵۰۰ تنه روږدي کسان تر حرفوي زده کړو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په بامیان او زابل کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنيو او معلول وګړو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو څلورو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او خلک دې دغو سیمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي.
په غزني او فراه کې له ۶۶۸۷ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او زابل کې له ۱۰۶۰ کسانو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو، قزاقي اوړو، هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د غور د والي د دفتر له خوا په دغه ولایت کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ادارې د فعالیت ځنډېدو په تړاو د اعلامیې په خپرېدو سره، یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه ښیي او وایي، له دې ګام سره به د هغوی ستونزې ډېرې شي.
چينایۍ ګوچين کمپنۍ وايي، که د افغانستان د لیتیم کان کېندنې قرارداد دوی ته وسپارل شي، لس میلیارد ډالره پانګونه په کې کوي او هم په سالنګ کې یو بل نوی تونل جوړوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اقتصادي همکاريو، سيمهييز اقتصادي اتصال، چين ته د افغانستان د صادراتو پر زياتوالي او ګڼو نورو سيمه ييزو مسايلو خبرې کړې دي.
د غزني امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د نارنجک مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP