Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مالیې وزارت وایي، په ۱۴۰۱ مالي کال کې نړیوالو سازمانونو، انجوګانو، دولتي ادارو او سفارتخانو بشردوستانه مرستو مالونو ته د څه باندې ۲۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې پر ۲۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي او هم یې ۳ کسان د نشهيي توکو د تولید او پلور په تور نیولي دي.
چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د «وسلهوالو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د کرنې وزارت وايي، افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کیلوګرامه ډېر وي او هغو هګيو چې له فريزر پرته افغانستان ته وارديږي، واردات بند شوي دي.
د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایران څخه وارد شوي ۲۹ ټانکره بېکیفیته ډیزل او پټرول یې د هرات له اسلام کلا بندر څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له TASS نیوز سره په مرکه کې ویلي چې روسیې بلخ کې خپل قونسلي خدمات پیل کړي دي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې يو تن خپل ځان ويشتلی او وژل شوی دی.
اروزګان، کونړ او بامیان کې له ۵۳۷۴ کورنيو سره د خوراکي توکو او خوست کې له ۲۲۰ کورنيو سره د وزو مرسته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس په ټول هېواد کې د موټرو په ښيښو د تور رنګ او بېلابېل سټيکرونه منع شوي دي.
د افغانستان د استخباراتو عمومي رياست وايي، د بلخ پر مخکني والي مولوي محمد داوود مزمل بريدکوونکی يې د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې نيولى دى.
د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د ارغوان ګل یوولسمه جشنواره ترسره شوه چې سيمهییزو چارواکو په کې له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، څو د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې افغانان یووالي ته راوبولي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر مېرمنې د ولايتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې د خدمتونو کیفیت له ښه کېدو هرکلی کوي خو په ورته وخت کې وايي، دې برخې ته باید پاملرنه لا ډېره او ناروغانو ته د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP