Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د هېواد په کچه د کوچني مقیاس د ۸۰ او د لوی مقیاس د ۲ کانونو قراردادونه له خصوصي سکټور سره لاسلیک کړي دي.
د نورستان مسوولین وايي، د دغه ولایت په غربي دره کې په درېيو ولسوالیو کې د کرل شويو کوکنارو اړولو کمپاین پیل شوی دی.
پکتيکا او سمنګان کې له ۲۱۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او میدان وردګو کې ۵۷۷۸ کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې یوه افغان د پرتګال د لیسبون ښار د مسلمانانو پر یوه مرکز برید کړی او هلته یې دوه ښځې د چاقو په واسطه وژلې دي.
د کندهار په ښوراندام سیمه کې له یوه کان څخه د سمنټو د خامو توکو د استخراج کار پرانیسته وشوه چې د سمنټو د تولید پيل به یې شاوخوا یو کال وخت ونیسي.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپږ انسان تښتوونکي چې يو ماشوم يې له تښتولو وروسته وژلی، نيولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن کې له ځينو افغان سیاسي شخصيتونو او د مخکيني حکومت له څو تنو چارواکو سره کتلي دي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د داعش ډلې د مهماتو یوې زېرمې د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د پروان امنيتي مسوولین وايي، په بګرام ولسوالۍ کې دوه تنه د چاودنې له امله ټپيان شوي او په چاریکارو ښار کې د چاودېدونکو توکو او وسلو ډېپو کشف شوې ده.
د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی.
په نورستان کې د ۳۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه لوبغالي د جوړېدو چارې چې مالي لګښت يې د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره ورکوي، پيل شوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، له شبرغان تر الوان دښتې او بيا د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په دغو سيمو کې د سب سټېشنونو د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره دې د تمویل سرچينې وڅېړل شي او تر هغه وروسته دې يې چارې پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP