خپل پټنوم مو هېر کړی؟
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل والي مولوي محمدقاسم خالد وايي، اسلامي امارت د تعلیمي سکتور پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.
د کابل- هرات پر لويهلار د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
د غزني مسوولین وايي، د غزني سیمهییزه اداره په ټول توان سره د بیان له ازادۍ څخه ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، د نوي کال لپاره بشپړه کړنلاره جوړه شوې چې له مخې به یې د رسنیو او خبریالانو ټولې ستونزې حل شي.
د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، په هېواد کې د بنګو کښت منع اعلان شول.
کابل کې د ایران سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې افغاني محصولات او مېوې په ښه بيه وپېري او هم له افغان بزګرو سره همکاري وکړي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي- چې د اعتراض په توګه راټول شوي وو- ادعا کوي چې د کلونو ابادې ځمکې په زور ترې اخیستل کېږي خو ولایتي مسوولین اعتراضکوونکي غاصبان بولي او وايي، له کلونو راهیسې یې د بل قوم ځمکې لاندې کړې دي.
کابینې د افغانستان خاورې ته د بهرنیو باروړونکو موټرو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تصویب کړې ده.
په کابل کې د ګلبهار بنسټ له لوري له ۱۰۰۰ او زابل کې د خوړو نړیوال پروګرام له لورې له ۱۸۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کابل ښار کې نن له دې امله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیت شوی، د مالیزیایي غوړیو، اوبلن ګاز او قزاقي اوړو بیې لوېدلې خو د هندي بورې، تېل، پټرول او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام/ FAO په مالي او د سولې بنسټ/ ROP په تخنیکي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز پلعلم او درېیو ولسوالیو کې پر ۳۰۰ جریب ځمکه بڼونه جوړېږي.
د پکتيکا ولایت مسوولین وايي، د رسنیو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او ډېر ژر به هغه رسنۍ فعالې کړي چې د اسلامي امارت په راتګ سره بندې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP