ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او زابل کې له ۲۸۷۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل او زابل کې له ۲۸۷۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل، کلات (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): په کابل کې د ګلبهار بنسټ له لوري له ۱۰۰۰ او زابل کې د خوړو نړیوال پروګرام له لورې له ۱۸۷۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په کابل ښار کې د «ګلبهار بنسټ» له لوري د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت د شاوخوا اته میلیون افغانیو په ارزښت له ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ګلبهار بنسټ مطبوعاتي مسوول محمدعمر ځواک پژواک خبري اژانس ته د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې دغه زر کورنۍ د دغه بنسټ د کارکوونکو له لوري مستحقې پېژندل شوې چې پکې کونډې، یتیمان او ډېر بې‌وزله خلک شامل دي.

ده زیاته کړه ، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴۹ کیلوګرامه اوړه، ۷ کیلوګرامه وریجې، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره، یو کیلوګرام چای، یوه اندازه خرما او پنېر وېشل شوي دي.

دغه‌راز د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا له ۱۸۷۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالحلیم فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د دوی تر څارنې لاندې وشوه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۵ لیټره غوړي، شپږنیم کیلوګرام دال، نیم کیلوګرام مالګه او د ماشومانو د تقویې مواد ورکړل شول.

Visits: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.