ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران سفیر: چمتو يو افغاني محصولات او مېوې په ښه بیه وپېرو

د ایران سفیر: چمتو يو افغاني محصولات او مېوې په ښه بیه وپېرو

author avatar
18 Mar 2023 - 18:36
د ایران سفیر: چمتو يو افغاني محصولات او مېوې په ښه بیه وپېرو
author avatar
18 Mar 2023 - 18:36

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): کابل کې د ایران سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې افغاني محصولات او مېوې په ښه بيه وپېري او هم له افغان بزګرو سره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په ټويټر کې راغلي چې نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي، مرستیال یې حسین مرتضوي او مل پلاوي وکتل.

سرچينه زياتوي، د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هېواد څخه یې مننه وکړه چې په ایران کې بند افغان زندانیان یې اسلامي امارت ته وسپارل او لا یې هم د سپارلو بهیر جریان لري.

سرچينه کاږي، دغه راز د ایران سفیر قُمي ډاډ څرګند کړ چې ایران لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.

ده وویل، هېواد یې اماده دی چې افغاني محصولات اومېوې په ښه قېمت وپېري او د زارعت د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې پر ګڼو سیمه‌يیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د تجارت په وده او د اورګاډي د پټلیو د غځولو په کار کي د چټکتیا په اړه تفصلي خبرې وشوې.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.