Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزیر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي هېوادونه دې له یو او بل سره همکاري وکړي او د چا تر فشار لاندې دې نه راځي.
د پژواک خبري اژانس له لوري، د تخار له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې د ټولنیزو ستونزو په ځانګړې توګه د انټرنیټي خدمتونو د فعالیت نشتوالي په اړه د څو راپورونو له خپرولو سره سم، اوس د افغان بیسیم مسوولین په دغو ولسوالیو کې د انټرنیټي خدمتونو له فعالېدو خبر ورکوي چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
د بدخشان په کوفاب کې د «الفتح» په نوم یوه سوداګریز مرکز پرانیستل کېدو ته د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي او وایي، له دې مخکې په دې ولسوالۍ کې دغه ډول کوم سوداګریز مرکز نه و.
د خوست په دوهمنده ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت ۱۰ کيلومتره سړک په خام ډول جوړ شو.
د زابل چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر عمومي لاره او د دغه ولایت په سيوري ولسوالۍ کې د دوو موټرو د اوښتو په پېښو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
کابل کې د قزاقستان سفیر وايي، د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه په تېر یوه کال کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېر پېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر مثبت توپیر ښيي.
په فراه ولایت کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل شوه او په زابل کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د میزانې او د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پهلوانانو له لوري د غېږو د نیولو سیالۍ پیل شوې چې تر ۲ سوه زیات پهلوانانو په کې ګډون کړی دی.
د غزني د دهیک ولسوالۍ په ابراهیمزو سیمه کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
چارواکي وايي، د کندهار ښار د شپږمې حوزې اړونده سیمه کې نامعلومو وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د غور سیمهییز مسوولین د غور – هرات د ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون او د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړېدو خبر ورکوي او وایي، ډېر ژر به د غور– هرات سړک قیرکولو عملي چارې پیل شي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له خوا نن له ۱۰۱۷ کسانو څخه د دوولسم ټولګي د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP