Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې

کلات (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د مېزانې او د کندهار ارغستان ولسوالیو پهلوانانو له لوري د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې تر دوه سوه ډېرو پهلوانانو په کې ګډون کړی دی.

د زابل د ورزش امر احمد غلامي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو سیالیو ته یې د زابل له مېزانې او د کندهار له ارغستان ولسوالیو پهلوانان راغوښتي چې درې ورځې به دوام ولري.

نوموړی زیاتوي، په یادو سیالیو کې له دواړو لورو له دوه سوه ډېرو پهلوانانو ګډون کړی او موخه یې په دغه ولایت کې د غېږنیولو پخواني دود راژوندي کول او خلکو ته د سالمې تفریح زمینې برابرول دي.

د هغه په خبره، دا سیالۍ یې په خپل نوښت پیل کړې، مالي چارې یې هم دوی پر غاړه اخیستې او په وروستۍ ورځ به غوره پهلوانانو ته ډالۍ هم ورکول شي.

هغه زياته کړه، د زابل له نورو ولسوالیو یې هم د غېږ یونې پهلوانان رابللي، څو په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، په راتلونکي کې په پلان کې لري چې په زابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ دا ډول سیالۍ ترسره کړي.

پر همدې مهال، غېږنیوونکي هم پر روانو سیالیو خوښي ښيي او وايي چې دا ډول سیالۍ ورزش ته د دوی د لا هڅونې لامل کېږي.

د مرکز کلات یوه پهلوان مطیع الله افتخار پژواک اژانس ته وویل، له ډېرو کلونو وروسته په مرکز کلات کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي چې ده هم په کې ګډون کړی دی.

نوموړي د اولمپیک له مسوولینو مننه وکړه چې دوی ته یې د سیالیو زمینه برابره کړې ده.

افتخار له ځوانانو غواړي چې له نشو ځانونه وساتي او ورزش وکړي.

بل لور ته، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدرسول پهلوان پژواک ته وویل چې دغو سیالیو ته له کندهاره راغلی دی.

نوموړي د ورزش له امریته خوښي وښوده چې دوی یې زابل ته د دغو سیالیو لپاره رابللي دي.

هغه وویل: «موږ خوشحاله یو چې دغې مېلې ته راغلي یو، زه خپله د کندهار له ارغستان ولسوالۍ څخه دغې مېلې ته راغلي یم او غواړم چې غېږه ونیسم، اولمپیک څخه هم خوشحاله یو چې موږ یې راغوښتي یو او له موږ سره يې ښه وضعیت کړی دی.»

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې چارواکي دې د غېږنیونې لپاره نور امکانات هم چمتو کړي.

تېره ورځ د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې هم د ۲۵ ځایي پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.