Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې او مالیزیايي غوړیو بیې لوړې شوې خو د قزاقي اوړو، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوېدلې دي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا د پخواني حکومت یو پولیس وژل شوی دی.
د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې تېره شپه د خونې چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیا په برخه کې ورته پوره اسانتیاوې نه دي برابرې شوې او روغتیايي خدماتو ته یې لاسرسی محدود دی.
د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په دولت کې له تحول راهيسې د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې ده.
د غزني په مرکز کې د ٧ ميليون افغانيو په لګښت د برېښنا يو ټرانسفرمر ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې نږدې شپږ سوه کورنيو ته برېښنا ورکوي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر په کندهار کې د ۳۸۰ ملي پولیسو په فراغتغونډه کې له هغوی وغوښتل چې د ولس باور وساتي، څو د هر ډول مجرمینو مخه نیول شوې وي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت له مرکز پلخمري ښار څخه یې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل کړ.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د کراچۍ له زندان څخه ۱۳۷ افغانان خوشي شوي دي.
د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند نوي سړک ته څېرمه وسلهوالو غلو یو سوداګر په ډزو وژلی او ۲،۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارې یې ترې وړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وايي د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره يې هڅې پیل کړي، د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اړوند د ۲۳ ولایتونو له هغو محلي او اداري امرينو ازموینه اخيستل شوې چې حکمي مقرر شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP