ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکزونو له کموالي شکایت لري

د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکزونو له کموالي شکایت لري

author avatar
11 Mar 2023 - 16:18
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکزونو له کموالي شکایت لري
author avatar
11 Mar 2023 - 16:18

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیا په برخه کې ورته پوره اسانتیاوې نه دي برابرې شوې او روغتیايي خدماتو ته یې لاسرسی محدود دی.

دغه خلک ادعا کوي چې په سیمو کې یې په شته روغتيايي مرکزونو کې امکانات او درمل هم کم دي.

بلخوا د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، مارجه یوه لویه ولسوالي ده او ځينې سیمې يې له روغتيايي مرکزونو په لرې واټن کې دي، خو د درملو او امکاناتو د کمښت خبره ردوي.

 د عامې روغتیا مسوولین وايي، د لرو سیمو لپاره يې ګرځنده روغتيایي ټیمونه جوړ کړي دي چې عملا کار کوي او د نوو روغتيايي مرکزونو جوړولو په اړه يې له اړوند وزارت سره خبرې کړې او د ستونزو د حل کېدو ژمنه يې ترلاسه کړې ده.

د مارجې د مرکز دویم بلاک اوسېدونکي نعمت‌الله دلسوز پژواک خبري اژانس ته وویل، مارجه یوه پراخه ولسوالي ده او ډېری سیمې یې له روغتیايي مرکزونو لرې دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه، په شته روغتيايي مرکزونو کې له نسايي ولادي څانګو پرته په نورو برخو کې ډاکټرانې نشته او ناروغانې د درملنې پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي وویل: «د مارجې ولسوالۍ په مرکز کې صرف له نسایي ولادي او اطفال برخو پرته د نورو نارغیو د درملنې لپاره کوم ښځینه ډاکترانې نه لرو، ترڅو دلته پر نورو ناروغیو د اخته مېرمنو درملنه وشي.»

د هغه په وینا، د یادې ولسوالۍ په شته روغتيايي مرکزونو کې امکانات هم کم دي او خلک د اړتیا له مخې شخصي روغتونونو ته مراجعه کوي.

د مارجې ولسوالۍ د پنځم بلاک سیمې اوسېدونکی مولوي علي‌محمد وايي: «په روغتیایي برخه کې خلک له یو لړ ستونزو سره مخ دي، درمل په کافي اندازه نه ورکول کېږي.»

هغه وايي، مارجه یوه لویه ولسوالي ده او روغتيايي مرکزونه یې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

نوموړی له حکومته غواړي چې هلته دې د نوو روغتيايي مرکزونو جوړولو ترڅنګ، شته مرکزونه هم تمویل او تجهیز کړي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکی او د پوهنتون استاد حافظ احمد نصرت وايي، حکومت دې خلکو ته پوره روغتيايي خدمات برابر کړي.

نوموړی وايي: «په تېرو شلو کلونو کې هلمند د جګړې لومړۍ کرښه وه او په مارجې ولسوالۍ کې روغتيايي خدمات نه وو، اوس چې په هېواد کې امن راغلی نو حکومت او خیریه بنسټونه باید خلکو ته پوره روغتيايي خدمات برابر کړي.»

هغه زیاته کړه چې د مارجې نفوس ته په کتو سره، هلته شته روغتيايي مرکزونه او خدمات بسنه نه کوي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی او مدني فعال احسان‌الله احسان وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې ډېرې داسې سیمې شته چې خلک یې لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.»

احسان زیاته، خلکو ته د روغتیايي خدماتو برابرول د حکومت یو مهم مسوولیت دی او خیریه بنسټونه هم باید په دې برخه کې مرستې وکړي.

د مارجې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي محمدرحیم -چې اوس په لښکرګاه ښار کې ژوند کوي- پژواک خبري اژانس ته وویل، خلک نه یوازې د روغتيا بلکې د سړکونو، څښاک پاکو اوبو او نورو برخو کې هم ستونزې لري.

هغه وايي، اوس چې په هېواد کې امن راغلی نو حکومت دې خلکو ته په ټولو برخو کې خدمات برابر کړي.

د مارجې د مرکزي روغتون یوه ډاکټر نقیب‌الله اعظمي وويل، د دغې ولسوالۍ نفوس ډېر دی او شته روغتيايي مرکزونه او طبي پرسونل ورته بسنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه: «د مارجې نفوس ته په کتو ستونزې شته او یوه مهمه يې دا ده چې د ولسوالۍ مرکزي روغتون بستر نه لري او باید دا بستريز روغتون شي.»

د هغه په وینا، اوسمهال په یاد روغتیایي مرکز کې هره ورځ په منځني ډول له ۱۶۰ تر ۲۰۰ اوپي‌ډي ناروغانو درملنه کېږي او هغه ناروغان چې د درملنې ا مکانات یې نه وي ولایتي روغتون ته لېږل کېږي.

نوموړي همداراز وویل، د مارجې مرکزي روغتون اوسمهال د نسايي ولادي، واکسین، عمومي ناروغانو کتل او د خوارځواکۍ درملنې څانګې لري.

د مارجې د روغتيا امر حاجي عبدالغفار بشر پژواک ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې ۲۳ روغتيايي مرکزونه فعال دي او د لرو سیمو لپاره يې اووه ګرځنده ټيمونه برابر کړي چې عملا کار کوي.

هغه دغه‌راز وویل چې د دوی د سروې له مخې، اوس په مارجه کې ۵۰۰ زره کسان ژوند کوي.

په ورته مهال، د هلمند د عامې روغتيا ریاست مرستیال ډاکټر نقیب‌الله فاتح وايي چې د مارجې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د درملو ستونزه حل شوې او په دغو مرکزونو کې کافي اندازه درمل شته.

خو نوموړي زیاته کړه، د یادې ولسوالۍ نفوس ډېر دی او هڅه يې دا ده چې روغتيايي مرکزونه لا تجهیز او تمویل شي.

فاتح زیاتوي، دوی تازه عامې روغتيا وزارت ته وړاندیز کړی چې د مارجې مرکزي کلینیک دې د یوه معیاري روغتون کچې ته لوړ شي او وزارت هم ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به دغه کار وشي.

هغه وویل: «کوم ځای کې چې اړتیا لیدل شوې هلته روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او په دښتو کې د نوو جوړ شوو کورونو لپاره مو ګرځنده ټيمونه برابر کړي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.»

 د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې د نورو برخو ترڅنګ، روغتیايي تاسیسات هم سخت زیانمن کړي دي.

که څه هم حکومت او مرستندویه ادارو د روغتيايي خدماتو برابرولو لپاره هڅې ډېرې کړې، خو د دې برخې بشپړ معیاري کېدل ښايي کلونه وخت ونیسي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.