ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو بیې څه باندې ۴ سلنه لوېدلې

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو بیې څه باندې ۴ سلنه لوېدلې

author avatar
11 Mar 2023 - 16:34
کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو بیې څه باندې ۴ سلنه لوېدلې
author avatar
11 Mar 2023 - 16:34

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې او مالیزیايي غوړیو بیې لوړې شوې خو د قزاقي اوړو، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اووه ورځې مخکې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۷ نه ۶۶ افغانیو ته او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۷۵ نه ۷۳ افغانیو ته لوېدلې ده.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۷۰ نه ۶۴ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

یادې سرچینې د نفتي توکو د بیو ټیټېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د دغو توکو د بیو لوېدل، د هوا په ګرمېدو سره د مواصلاتي لارو پرانیستل کېدل او نفتي توکو په ځانګړې توګه اوبلن ګار ته د تقاضا کمېدل بولي.

د هندي بورې، مالیزیايي غوړیو او قزاقي اوړو بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۹۰۰ نه ۲۹۵۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ نه ۱۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، هر کال د نوي کال او روژې میاشتې په نږدې کېدو سره خوږو او غوړو خوراکونو ته د تقاضا زیاتېدو له امله د دغو توکو بیه هم لوړېږي.

خو سرچینې وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۹۵۰ نه ۱۹۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

هغه وايي، په قزاقستان کې د اوړو بیې کمېدو او افغانستان ته یې د وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو هم د هغه بیه لوېدلې ده.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره اوونۍ په عمده ډول ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لری.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۹۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۴۵۰ افغاني پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوېدلې دي

د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۰۰ نه ۴۳۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام  ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ څخه ۳۴۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۸.۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۳ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۳مه یو امریکايي ډالر په ۸۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۰ افغانیو تبادله کېدې.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.