ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ناپېژانده کسانو د پخواني حکومت یو پولیس سرتېری وژلی

کونړ کې ناپېژانده کسانو د پخواني حکومت یو پولیس سرتېری وژلی

author avatar
11 Mar 2023 - 16:31
کونړ کې ناپېژانده کسانو د پخواني حکومت یو پولیس سرتېری وژلی
author avatar
11 Mar 2023 - 16:31

اسعداباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا د پخواني حکومت یو پولیس وژل شوی دی.

د وژل شوي کس کورنۍ یوه غړي ارمان قاضي‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کاکا زوی مې امین‌الحق پرون د ماښام له لمانځه وروسته د اسعداباد اړوند په کرهالي سیمه کې د خپل کور له مخې نادرکه شو، سهار يې جسد د مرکز په دمکلي سیمه کې د امنیتي کسانو له خوا پيدا شوی دی.»

هغه زیاته کړه چې د امین‌الحق پر جسد له نښو نښانو ښکاري چې هغه زندۍ شوی دی.

نوموړي وویل چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري او له حکومته غواړي چې د پېښې عاملین پيدا کړي او سزا ورکړي.

بلخوا، یوه سیمه‌ییز مسوول چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، پژواک ته پېښه تایید کړه خو ويې ويل چې په دې اړه نور جزئیات نه لري.

سرچینې زیاته کړه چې امنیتي کسانو پلټنې پيل کړې خو لا تر اوسه د پېښې څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

Views: 455

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.