کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د کندهار ښار د شپږمې حوزې اړونده سیمه کې نامعلومو وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید نن (د کب ۲۰مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کس نن سهار شاوخوا لس بجې د شپږمې حوزې په ديماسوس سيمه کې له خپل کوره وتلی او پر بایسکل روان و چې په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په وینا، د پېښې انګېزه شخصي ده او د عاملینو د نیولو په اړه یې پلټنې روانې دي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

سرچینه وایي، وژل شوی کس د کندهار د میوند ولسوالۍ د خوږیاڼو سیمې اوسېدونکی و چې اوس په کندهار ښار کې اوسېده.

د کندهار ښار د شپږمې ناحیې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې په ډاګه شي وایي، وژل شوی کس خپل کور ته نږدې په نښه شوی او داسې ښکاري چې وسلهوال مخکې له مخکې ورته ناست وو.

هغه زیاته کړه: «دا کس داسې ډېر نه پېژنم خو اصلي د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوس دلته اوسېده، نو په دې هم څوک نه دي خبر چې د یو چا سره یې مدعا درلودل که څه خبره وه.»

د هغه په خبره، وژل شوي کس کومه خاصه دنده نه لرله او روزانه مزدوري یې کوله.

هڅه مو وکړه چې د وژل شوي کس له کورنۍ څخه هم معلومات واخلو خو د هغه د کورنۍ کوم کس تر اوسه نه دی موندل شوی.

په کندهار ښار او ولسوالیو کې له دې وړاندې هم یو شمېر کسان په نښه شوي چې د ډېری داسې پېښو انګېزې شخصي دښمنۍ بلل شوې دي.