ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور – هرات ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون لاسلیک شو

د غور – هرات ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون لاسلیک شو

author avatar
11 Mar 2023 - 17:37
د غور – هرات ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون لاسلیک شو
author avatar
11 Mar 2023 - 17:37

فېروزکوه (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د غور سیمه‌ییز مسوولین د غور – هرات د ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون او د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړېدو خبر ورکوي او وایي، ډېر ژر به د غور– هرات سړک قیرکولو عملي چارې پیل شي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک اژانس ته وویل، د کابل – غور لویې‌لارې قیرکولو قرارداد په دې وروستیو کې په کابل کې د غور والي له خوا د «بنیاد تابش» له مسوول سره لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه، د یاد سړک د یو کیلومتر پر پخولو ۱۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

نوموړی وایي، د یاد ولایت په تېورې ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ پیل شوې دي.

د غور د کلیو او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک ته وویل، دغه سړک د تېورې ولسوالۍ پشورې او نیلي کلي نښلوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۰۰ کورنۍ مستفیدې شي.

د نوموړي په خبره، په دې پروژه کې له سلو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په ورته وخت کې، د غور اوسېدونکي د دغه ولایت د پراختیایي پروژو د تطبیقولو په موخه د سیمه‌ییزو مسوولینو له هڅو خوښ دي او له دولته د غور – هرات لویې‌لارې د رغولو غوښتنه کوي.

د غور یو اوسېدونکی حفیظ‌الله وایي، د مرکزي لویې‌لارې جوړېدل چې د هېواد ختیځ له لویدیځ سره نښلوي، له اقتصادي پلوه ځانګړي ارزښت لري او دولت باید د دې لارې جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «لومړی د دولت له هڅو مننه کوو او هیله‌مند یو چې په نږدې راتلونکي کې مرکزي لویه‌لاره قیر شي، د دې لارې پخول زموږ خلکو ته له اقتصادي اړخه ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې د غور د ټولو خلکو لومړني توکي له هرات ولایت څخه واردېږي او اړتیا ده چې دا لاره جوړه شي.»

د غور یو بل اوسېدونکی محمدانور هم وایي چې مرکزي لویه‌لاره تر ټولو لنډه لار ده چې کولای شي د هېواد مرکز له لویدیځو ولایتونو سره ونښلوي، دولت باید د دې لارې جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.