ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټول هېواد کې د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

په ټول هېواد کې د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

author avatar
2 Apr 2023 - 17:30
په ټول هېواد کې د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګېد
author avatar
2 Apr 2023 - 17:30

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس په ټول هېواد کې د موټرو په ښيښو د تور رنګ او بېلابېل سټيکرونه منع شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي، د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ۳۱ مې غونډې پربنسټ چې له ۱۳/۱/۱۴۰۲ نېټې سره برابره ده، پرېکړه وشوه چې د اسلامي امارت د مشر د ۵۱۹ ګنې فرمان د تطبیق په موخه په ټول هېواد کې د نقلیه وسایطو په ښيښو د تور رنګ، بېلابېلو سټيکرونو او ټول هغه څه چې د خلکو د هویت په پېژندلو کې ستونزې منځ ته راوړي، منع ګرځول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له ټولو اړوندو منسوبینو غوښتنه کړې چې د یاد فرمان د پلي کېدو په برخه کې د شرعي اصولو او د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

سرچینه زیاتوي، د هېواد د ټولو قومندانیو، پوستو او د څارنې اړوندو منسوبینو ته لارښوونه شوې، هغه سپارښتنې او مکلفیتونه چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت له لوري په یوه ځانګړي حکم کې ورپېژندل شوي دي، عملي کړي.

Views: 357

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.