ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ۲۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

بلخ کې ۲۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

author avatar
9 Apr 2023 - 18:17
بلخ کې ۲۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه
author avatar
9 Apr 2023 - 18:17

مزارشریف (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې پر ۲۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي او هم یې ۳ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او پلور په تور نیولي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د صادر شوي فرمان پر بنسټ د دغې ادارې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت تېره یوه اونۍ د دغه ولایت په کشنده، دولت‌اباد، بلخ، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې شل جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

یادې قوماندانۍ په یوې بلې خبرپاڼه کې د نشه‌يي توکو د تولید او پلور په تور د ۳ کسانو له نیولو هم خبر ورکړی دی.

سرچينه زياتوي، له نیول شوو کسانو څخه ۱۶۰۳ قرصه ټابلیټ کا، د ټابلیټ کا جوړونې دستګاه، دوه موبایلونه او یوه اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.