چاریکار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د پروان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو یو کس وژلی او په سیدخېلو ولسوالۍ کې یوه کس درې نور ټپیان کړي دي.

د پروان امنيې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زيد پژواک خبري اژانس ته وویل، د بګرام ولسوالۍ يو اوسېدونکی سیفالرحمن -چې په اصل کې د همدې ولسوالۍ د قلعهخواجه سيمې اوسېدونکی و او اوسمهال يې فرقې ته څېرمه ژوند کاوه- تېره شپه شاوخوا اته بجې په ډزو وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، ياد کس رواني ناروغي لرله او څه موده مخکې يې خپل ورور وژلی و.

د زید په وینا، د یادې پېښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي، خو پلټنې روانې دي.

د امنيې قوماندانۍ ویاند همداراز وايي، د پروان د سیدخېلو ولسوالۍ د خدایدادخېلو سيمې يوه اوسېدونکي نويد د همدې سيمې درې اوسېدونکي خالد، سیداغا او بابا د چرهييز ټوپک په وسیله ویشتلي او ټپيان کړي دي.

د هغه په خبره، ټپیان د سيمې د اوسېدونکو او مسوولینو له خوا د ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وویل، په دې تړاو د پېښې عامل نويد نیول شوی او تر څېړنو وروسته به اړوند ارګان ته وسپارل شي.