ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۷ تر ۱۲ مترو ټيټه شوې ده»

«جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۷ تر ۱۲ مترو ټيټه شوې ده»

author avatar
24 Jun 2023 - 17:55
«جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۷ تر ۱۲ مترو ټيټه شوې ده»
author avatar
24 Jun 2023 - 17:55

شبرغان (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس وایي، د دغه ولایت په ځینو  سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۷ متره او په ځینو سیمو کې تر ۱۲ مترو ټیټه شوې چې د یوې نوې کړنلارې له مخې، له دې وروسته د ژورو څاګانو کیندلو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د اوبو سطحې له ټيټېدو شکایت لري او په خپل سر د څاګانو د کیندلو مخنیوي غوښتنه کوي.

د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس مولوي سعدالدین سلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې خلکو په ښار او ولسوالیو کې د کښت او کرنې لپاره په خپل سره ژورې څاګانې کیندلې دي.

نوموړي په خپل سر د ژورو څاګانو کیندل د ځمکې لاندې اوبو لپاره زیان‌اړونکې وبلل او وویل چې د د مخنیوي لپاره یوه کړنلاره چمتو شوې ده.

سرچینه وایي، د دغې نوې کړنلارې له مخې خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ژورې څاګانې وکیندي.

هغه زیاته کړه: «په نږدې راتلونکي کې ډېری څاګانې چې کیندل شوې یا به بندې شي او یا لږ تر لږه د کارولو څرنګوالي کې به یې بدلون راشي.».

سلیمي وویل، د هغو کسانو لپاره چې پر کرنه بوخت دي، یو مکانیزم جوړوي چې هغوی د څلورو انچو او یا له هغو د ډېرو اوبو نه د استفادې پر ځای دې له څڅوبي (قطره‌يي) سیستم نه استفاده وکړي چې یو انچ اوبه هم دوی ته بسنه وکړي.

هغه زیاته کړه، په تېرو وختونو کې ژورې څاګانې د ځمکې لاندې ۱۸ مترو اوبو ته رسېده چې اوسمهال ۲۵ او آن ځينو سیمو کې ۳۰ مترو پورې ټيټه شوې ده.

د جوزجان د اوسېدونکو اندېښنې

د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکي حمیدالله پژواک ته وویل چې ځينو کورنیو په خپلو ځمکو کې ژورې او نیمه ژورې څاګانې کیندلې او پرې خپلې ځمکې خړوبوي.

هغه زیاته کړه، د کروندو او کرنې لپاره له ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفاده د وچکالۍ او د اوبو کمښت ستونزه ټوکوي او ناوړې پایلې به ولري.

هغه وایي: «زما ویره دا ده چې یوه ورځ به داسې راشي چې یوه څاڅکې اوبه به هم ونلرو، د څښاک اوبه د انسان یوه اساسي اړتیا ده، موږ باید د هغو په مصرفولو کې جدي پاملرنه وکړو، زموږ ډېری بزګر د خپلو کروندو په خاطر له سولرونو استفاده کوي چې دا په خپله د اوبو د کمېدو لامل کېږي.»

نوموړي وویل: «درې ورځې کېږي چې زموږ د کور څاه وچه شوې او زه له ستونزو سره مخ یم.»

د جوزجان یوه بل اوسېدونکي خال محمد وویل: «زه په خپل کور کې څاه لرم، خو وچه شوې؛ ځکه چې ټول خلک څاګانې او سولر لري، د ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌ځایه استفاده کوي چې موږ له ستونزو سره مخ شو، زه په ډېرې سختی سره د څښاک اوبه برابروم.»

هغه د ځمکې لاندې اوبو سطحې کښته کېدل یوه لویه ستونزه وبلله او له مسوولینو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.