ژبه

مولوي ثاقب د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د حج بهیر د څارنې او ارزونې او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره حرمینو شریفینو ته ولاړ.

دغه مطلب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلی او پکې زياته شوې چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب تېره شپه سعودي عربستان ته ولاړ.

سرچينه کاږي، د نوموړي الوتکه د جدې په هوايي ډګر کې کښته شوه او د سعودي عربستان د مسوولینو او د مکې مکرمې د حج بعثې د غړو له خوا يې تود هرکلى وشو.

سرچينه زياتوي، نورمحمد ثاقب د یوې لنډې دمې په ترڅ کې د مرکې پر مهال وویل، د دوی د سفر موخه د مدینې منورې او مکې مکرمې د حج بعثو د کاري کمېټو د ورځې او شپې له فعالیتونو څخه څارنه او نظارت دی او د هېواد حاجیانو ته د حج فریضې د اداء کولو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

هغه زیاته کړې: «لکه څنګه چې د حج ورځې په را رسېدو دي او زموږ د اسلامي هېواد اکثريت حاجيان په منظم او هراړخيز برنامو ترڅنګ په پروازي زونونو کې تر ډېره کچه بشپړ شوي دي او د الوتنو له دقیق مهال‌وېش سره سم حرمینو شریفینو ته داخل شوي دي، نو اړينه ده چې په خپلو کاري څانګو کې د ټولو مسوولینو په ګډون سره د یوه منظم پلان له مخې افغان حاجیانو ته خدمت وکړو.»

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د مکې معظمې د حج بعثې د مسوولینو په وینا، ثاقب به د سعودي عربستان د رسمي بلنې له مخې د سه‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د حج او اوقافو وزیرانو او د اسلامي نړۍ د مشهورو شخصیتونو په هغه ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړېږي، ګډون وکړي.