کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت د هوا ګرمېدو او د لوی اختر را رسېدو له امله په ټول هېواد کې د سړو سیمو ښوونځي د غبرګولي له ۳۰مې د چنګاښ تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت کړل.
د دغه وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د سړو سیمو ښوونځیو د زدهکوونکو رخصتي د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي میاشتې له ۳۰مې (سبا سه شنبې) څخه پیل او د چنګاښ میاشتې تر ۱۲مې پورې دوام کوي.
سرچينه زياتوي، د سړو سیمو ښوونځیو څلور میاشتنۍ ازموینې د چنګاښ په ۱۳مه پیلېږي او د چنګاښ په ۲۹مه (د پنجشنبې ورځ) د ښوونځیو د درسونو دویم پړاو پیلېږي.
پوهنې وزارت د هېواد د سړو ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته لارښوونه کړې چې د یادو ازموینو لپاره مناسب چاپېریال او لازمې اسانتیاوې چمتو کړي. دغه راز يې د تعلیمي څارنې امریتونو ته دنده ورکړې چې د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړي او خپل راپورونه د ښوونې او روزنې معینیت له لارې د پوهنې وزارت له مقام سره شریک کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP